AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱ ۱۹:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85676798
T T
۰ Persons

Tags

په کندز ولايت کې ددوو موټر پلورنځي وتړل شوه

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۱ ۱۹:۵۰
News ID: 85676798
په کندز ولايت کې ددوو موټر پلورنځي وتړل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په کندز ولایت کې د دوو موټر پلورنځي د ټرلو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن یکشنبه د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د کندز په ښار کې له ۱۰ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې، ۲ موټر پلورنځي د غيرقانوي فعاليت له امله وتړل شول او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته نيمګړتياوې لرې کړي.

په خبر پاڼه کې ټینګار شوی چې د کندز ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه په ياد ولایت له اړوندو برخو څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .